د پاکستان د ولسمشر ویاند مرتضی سولنګي وايي، ط..البانو د ښځو د حقونو

د پاکستان د ولسمشر ویاند مرتضی سولنګي وايي، ط..البانو د ښځو د حقونو، د ترهګرۍ د مخنیوي او د نشه‌يي توکو پر وړاندي د مبارزې په اړه پر خپلو ژمنو عمل نه دئ کړی.
هغه د ط..البانو د واکمنۍ د پنځمي کلیزي په مناسبت ویلي، پنځه کاله کافي وخت و؛ خو ط..البانو خپلي ژمني عملي نه کړې او افغانستان اوس بدلون ته اړتیا لري.
سولنګي ټینګار کړی چي افغان ښځي او نجوني له زده‌کړو، کار او عامه ژوند څخه محرومي دي او د ط..البانو اوسني سیاستونه د افغانستان او سیمي له پاره د اندېښنې وړ دي.