د پاکستان د پلازمېني اسلام‌اباد پولیسو اعلان کړی، چي د امنیتي اندېښنو له امله ئې ۳۹ مشکوک کسان نیولي

د پاکستان د پلازمېني اسلام‌اباد پولیسو اعلان کړی، چي د امنیتي اندېښنو له امله ئې ۳۹ مشکوک کسان نیولي، چي درې افغان وګړي هم په کښيي شامل دي.
د پولیسو په وینا، دغه کسان د سې شنبې په ورځ د عملیاتو پر مهال نیول سوي او د نورو څېړنو له پاره اړوند ادارو ته معرفي سوي دي.
د پوليسو په وينا چي د نيول سوو کسانو سره ۱۸ عرادي موټرسايکلونه هم نيول سوي دي.

پولیسو زیاته کړې چي د عملیاتو په ترڅ کي یو تن د ناقانونه وسلې د ساتلو په تور هم نیول سوی او له هغه څخه یوه توپنچه او يو شمېر مهمات هم ترلاسه سوي دي.
د اسلام‌اباد د پولیسو د معلوماتو له مخي، په دې پراخو پلټنو کي ۷۴۳ کسان، ۳۰۷ کورونه، ۹۵ دوکانونه او ۴۶ هوټلونه تلاښي سوي دي.
بايد وويل سي، چي د پاکستان پوليسو دا اقدامات پر داسي مهال کړي، چي اسلام‌اباد د تهران او واشنګټن ترمنځ د احتمالي دوهم پړاو خبرو د کوربتوب له پاره چمتووالی نیسي.