د پاکستان د پوځ ملاتړی ديني عالم شيخ محمد ادريس د سې شنبې په ورځ د نامعلومو وسله والو له خوا په چارسده کي وژل سوی

د پاکستان د پوځ ملاتړی ديني عالم شيخ محمد ادريس د سې شنبې په ورځ د نامعلومو وسله والو له خوا په چارسده کي وژل سوی.
د هغه تر وژني وروسته هغه ويډيو رسنيزه سوې، چي په خيبرپښتونخوا کي د حقانيه مدرسې ط..البان د هغه پر وژني ژاړي او فرياد کوي.
شيخ محمد ادريس به د خپلو ويناوو پرمهال د پاکستان د پوځ ملاتړ کوی او د پاکستان د پوځ پر وړاندي به ئې جګړه ناروا بلل. د هغه ويناوي د پاکستان او ط..البانو ترمنځ د جګړې وروسته په رسنيو کي ډېري مشهوره سوي وې او د پاکستان د نظام به ئې کلک ملاتړ کوی.

هغه د حقانيه مدرسې استاد او ښوونکی وو.