د پاکستان د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين په خپل تازه نشر سوي پيغام کي ويلي

د پاکستان د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين په خپل تازه نشر سوي پيغام کي ويلي، چي د پاکستان پوځ همېشه د پښتنو پر سيمو بريدونه کوي، پښتانه په نښه کوي؛ خو د بشر حقونو نړۍوال سازمانونه او ادارې د پاکستان د پوځ پر دغه ظلم باندي چوپه خوله پاته دي.
هغه ويلي چي شيخ ادريس دوې اوونۍ مخکي وژل سوی؛ خو تر اوسه پوري څرګنده نه سول، چي هغه چا وژلی دئ.
د پښتين په وينا چي د پاکستان پوليس د افغان کډوال سره سخت ظلم کوي او په خبره ئې چي افغان کډوال د ګوانتانامو په څېر په زندانونو کي ساتل کېږي.

هغه د پاکستان د دولت پر دغه ډول پاليسي باندي نيوکه کړې ده.