د پاکستان رسنيو راپور ورکړی، چي د پنج شنبې په ورځ د دغه هيواد په سند ايالت کي د ابراهيم په نوم د ډبرو د سکرو کان نړېدلی

د پاکستان رسنيو راپور ورکړی، چي د پنج شنبې په ورځ د دغه هيواد په سند ايالت کي د ابراهيم په نوم د ډبرو د سکرو کان نړېدلی، چي له امله ئې ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د رسنيو په حواله چي په دغه پېښه کي څلور کان کېندونکي وژل سوي او پنځه نور ټپيان دي.
په ورته وخت کي ځايي چارواکو ويلي، چي د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل سوی دئ.