د ط..البانو د چاپیریال ساتني ادارې د افغانستان د چاپيريال د يوې لسيزي په راپور کي ويلي

د ط..البانو د چاپیریال ساتني ادارې د افغانستان د چاپيريال د يوې لسيزي په راپور کي ويلي، چي چاپيريالي فشارونو په افغانستان کي پر روغتيا، ثبات، پرمختګ، خوړو او انساني خونديتوب منفي اغېز کړی دئ.
د ط.. البانو د يادي ادارې مسئولينو ويلي، چي څو لسيزو جګړو او اقليمي بدلونونو د افغانستان چاپيريال ته زيان رسولی دئ.
هغوی د نړۍوالو بشري سازمانونو څخه غوښتنه کړې، چي د افغانستان سره په ياده برخه کي همکاري وکړي.