د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ټولو امنيتي ادارو ته امر کړی، چي د جولای د لسمي څخه ټول هغه افغان وګړي دي ونيسي، چي په دغه هیواد کي له قانوني ویزې پرته اوسېږي.
د ياد وزارت په رسمي مکتوب کي د ایالتي ادارو، سیمهییزو چارواکو، پولیسو او اړوندو امنیتي بنسټونو ته لارښوونه سوې، چي په ګډه دي د يادو کسانو د نيولو اړوند عمليات تر سره کړي.
بايد وويل سي، چي پاکستان هره ورځ زرګونه افغان کډوال چي په دغه هيواد کي د اوسېدلو قانوني اسناد نه لري په زور او جبر د خپلي خاوري څخه باسي او افغانستان ته ئې شړي.