د پاکستان ر سنيو د سې شنبې په ورځ راپور ورکړی، چي نامعلومو کسانو د خیبرپښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کي د هلکانو يو دولتي ښوونځي او روغتون په بمونو نړولی دئ.
په راپور کي ويل سوي، چي په دغه پېښه کي چاته ځاني زيان نه دئ اوښتی.
د پاکستان پولیس وايي چي د دغه پېښي په تړاو ئې پلټني پيل کړي دي.
باید وويل سي، چي تر اوسه کومي ډلي د دغه بريد مسئوليت په غاړه نه دئ اخيستی.