د پاکستان رسنيو د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی، چي د پاکستان تر کنټرول لاندي د کشمیر په مظفرآباد سیمه کي د پاکستان د پوځ یوه Mi-17 چورلکه د الوتني پر مهال لوېدلې ده.
د پوځ د معلوماتو له مخي، چورلکه د تخنیکي خرابۍ له امله لوېدلې ده.
چارواکي وایي، په الوتکه کي سپاره ټولو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ.
تر اوسه د وژل سوو کسانو کره شمېر نه دئ اعلان سوی.