د پاکستان رسنيو راپور ورکړی، چي د دغه هيواد د هوايي ځواک يوه روزنيزه الوتکه لوېدلې ده

د پاکستان رسنيو راپور ورکړی، چي د دغه هيواد د هوايي ځواک يوه روزنيزه الوتکه لوېدلې ده، چي له امله ئې دوه پيلوټان وژل سوي او دوه ولسي وګړي ټپيان سوي.
په راپور کي ويل سوي، چي دغه پېښه په خيبر پښتونخوا کي رامنځ ته سوې ده.
په ورته وخت کي د پاکستان پوليسو د يادي الوتکي د لوېدو د علت په اړه د څېړنو د پيلېدو خبر ورکړی دئ‌.