د پاکستان رسنيو ويلي، چي د دغه هيواد د خيبر پښتونخوا ايالت په لکي مروت سيمه کي د پاکستان د پوځ پر موټر چاودنه سوې

د پاکستان رسنيو ويلي، چي د دغه هيواد د خيبر پښتونخوا ايالت په لکي مروت سيمه کي د پاکستان د پوځ پر موټر چاودنه سوې، چي له امله ئې ۸ پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اړولې.
په دغه چاودنه کي شپږ پاکستاني پوځيان وژل سوي او دوه نور ټپيان دي.
تر اوسه د دغه بريد مسؤليت کومي وسله والي ډلي پر غاړه نه دئ اخيستی.