د اسرائيل د پوځ لوی درستيز ایال زامیر ويلي، چي په لبنان کي روانه جګړه به لنډمهاله نه وي.
هغه دا څرګندوني د اسرائیلو د شمالي جبهې د قوماندانۍ له مرکز څخه د ليدني پر مهال کړي او زياته ئې کړل، چي د حزبالله پر ضد پوځي عمليات به دوام ولري.
د هغه په وينا، د لبنان په بېلابېلو سيمو کي د حزبالله پر پوځي زېربناوو او مرکزونو بريدونه سوي او په دې بريدونو کي د دې ډلي يو شمېر غړي هم وژل سوي دي.
زامیر ويلي، چي وروستيي عمليات د اسرائيلو له پاره مهمي پوځي لاسته راوړني درلودې.