د پاکستان د لومړي وزیر دفتر اعلان کړی، چي شهباز شریف د سعودي عربستان له ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره په لیدنه کي د سعودي پاچاهۍ څخه د پاکستان د بشپړ ملاتړ ټینګار کړی دئ.
د سعودي ولیعهد او د وزیرانو شورا مشر له شهباز شریف سره، چي د پنج شنبې په ورځ د حوت په ۲۱مه سعودي عربستان ته رسېدلی، لیدنه کړې ده.
د پاکستان د لومړي وزیر دفتر ویلي چي شریف په دې لیدنه کي د سعودي عربستان څخه د خپل هیواد د بشپړ ملاتړ خبره بیا ټینګه کړې ده.
سعودي ته د پاکستاني چارواکي دا سفر یوه ورځ وروسته له هغه ترسره سو چي هغه د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره ټیلیفوني خبري وکړې.
ویل کېږي چي په دې خبرو کي د منځني ختیځ د وضعیت خرابوالی د بحث اصلي موضوع وه.
په همدې تړاو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي په اسلاماباد کي په اوونیزه غونډه کي ويلي، چي د شهباز شریف سفر په سیمه کي د جګړې د سمدستي درولو او د تاوتریخوالي د کمولو له پاره د پاکستان د هڅو په چوکاټ کي تر سره سوی.
سعودي عربستان او پاکستان تېر کال د سپتمبر په میاشت کي د ګډ ستراتیژیک دفاع تړون لاسلیک کړ. د دې تړون له مخي که پر سعودي یا پاکستان بهرنی وسلهوال برید وسي، نو دا به د دواړو هیوادونو پر ضد برید وبلل سي.
دا تړون د دواړو هیوادونو د امنیت د پیاوړتیا، د سیمي او نړۍ د سولي او ثبات د ټینګښت له پاره شسوی او هدف ئې د دفاعي همکاریو پراخول او د هر ډول تیري پر وړاندي د ګډ مخنیوي ځواک پیاوړی کول دي.
دا تړون د دواړو هیوادونو د امنیت د پیاوړتیا، د سیمي او نړۍ د سولي او ثبات د ټینګښت له پاره سوی او هدف ئې د دفاعي همکاریو پراخول او د هر ډول تېري پر وړاندي د ګډ مخنیوي ځواک پیاوړی کول دي.