د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د خپل سیمهییز سفر په لړ کي قطر ته تللی او هلته ئې د دغه هیواد له امیر شیخ تمیم بن حمد آلثاني سره پر سیمهییزو مسایلو خبري کړي دي.
نوموړي ویلي، دواړو لورو د سیمي پر روان وضعیت، په ځانګړي ډول د خلیج پر حالاتو ئې بحث کړی او د کړکېچ د کمولو، خبرو اترو او نړۍوالي همغږۍ پر اړتیا ئې ټینګار کړی دئ.
شهباز شریف همداراز پر قطر او نورو سیمهییزو هیوادونو د بریدونو غندنه کړې او د پاکستان د ملاتړ ډاډ ئې د قطر له خلګو سره څرګند کړی دئ.