د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کي د عمران خان د تحریک انصاف ګوند د پلویانو او پولیسو ترمنځ لاريون په تاوتريخوالي اوښتی چي له امله یو تن وژل سوی او ګڼ نور ټپیان سوي دي.
د راپورونو له مخي، دغه لاريون هغه مهال په تاوتريخوالي اوښتی چي د خیبر ولسوالۍ په باړه سیمه کي د تحریک انصاف ګوند پلویانو د ایالتي حکومت د ځنډولو او بېړني حالت د اعلان پر ضد لاریون کړی وو.
پولیسو د لاریونوالو د کنټرول له پاره اوښکي بهوونکی ګاز کارولی وو.
د تحریک انصاف ګوند یوه استازي د یوه کس د وژل کېدو او ۱۱ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی.
د پاکستان مرکزي حکومت په خیبر پښتونخوا کي د بېړني حالت د اعلان لامل د وسلهوالو فعالیتونو زیاتوالی بللی، خو تحریک انصاف دغه اقدام سیاسي بللی او مخالفت ئې ورسره کړی دئ.