د پاکستان پوليسو خبر ورکړی، چي د بلوچستان ايالت په شېراني ولسوالۍ کي ئې ۱۰۳ تنه هغه افغان کډوال نيولي چي په دغه هيواد کي د اوسېدلو قانوني اسناد ئې نه درلودل.
د هغوی په خبره چي دغه کسان په قاچاقي ډول پاکستان ته داخل سوي وو او غوښتل ئې چي د پاکستان د لاري ايران ته ولاړ سي.
د پوليسو په وينا چي دغه افغان کډوال ئې د کډوالو د ساتلو کمپ ته انتقال کړي، چي وروسته به ئې افغانستان ته اخراج کړي.