د پاکستان پوليسو د دغه هيواد د پنجاب ايالت په ملتان کي ۱۳ تنه افغان ډاکټران او يوه د طب محصله نيولې ده

د پاکستان پوليسو د دغه هيواد د پنجاب ايالت په ملتان کي ۱۳ تنه افغان ډاکټران او يوه د طب محصله نيولې ده.
يادو ډاکټرانو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي پوليسو په روغتون کي نيولي او په خبره ئې د ويزو د نه تمديد له امله ئې اوس د کډوالو کمپ ته انتقال کړي او افغانستان ته ئې اخراجوي.
د يادو افغان ډاکټرانو په وينا چي د ويزو د تمديد له پاره ئې د ډېره وخته څخه غوښتنليکونه سپارلي؛ خو د پاکستان دولت ئې غوښتنليکونه نه دي منلي.

دغه افغان ډاکټران چي اوس د ملتان په يوه دولتي روغتون کي په تخصص مصروفه دي اوس د پاکستان څخه د اخراج د خطر سره مخ دي.
هغوی د پاکستان د حکومت او د ط..البانو د ادرو څخه غوښتنه کوي، چي د اخراج مخه دې ونيول سي؛ ترڅو خپل د تخصص دوره همدلته بشپړه کړي.