د پاکستان پوليسو د پنج شنبې په ورځ ويلي، چي د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کي نامعلومو وسله والو ۲۰ کسان تښتولي دي.
د پوليسو په خبره چي په تښتول سوو کسانو کي د بورې د فابريکې کارکوونکي او يو شمېر امنيتي کسان شامل دي.
د پاکستان پوليسو ويلي، چي د تښتول سوو کسانو په اړه ئې پلټني پيل کړي دي.