د پاکستان پوليسو ويلي، چي د دغه هيواد د بلوچستان ايالت په کلا عبدالله ولسوالۍ کي دوه افغانان ويشتل سوي او وژل سوي دي.
د پوليسو په وينا چي دغه افغانان شاه محمد او باچاخان نومېږي، چي کلاعبدالله ته د مزدورۍ له پاره ورغلي وو.
د پاکستان د پوليسو په وينا تر پېښي وروسته ئې په دغه سيمه کي څېړني پيل کړي دي.
بايد وويل سي، چي تر اوسه پوري څرګنده نه ده، چي دغه افغانان چا وژلی او د وژني لامل ئې هم روښانه نه دئ.