د پاکستان پوځ د يکشنبې په ورځ اعلان کړی

د پاکستان پوځ د يکشنبې په ورځ اعلان کړی، چي د دغه هيواد په بلوچستان ايالت کي د وروستيو وسله والو بريدولو له امله ۱۲۰ کسان وژل سوي.
د پاکستان د پوځ په وينا چي د بلوچستان د تېري ورځي په وسله وال بريد کي ۹۲ وسله وال، ۱۸ تنه ملکي وګړي او ۱۵ تن د پاکستان امنيتي کسان وژل سوي دي.
د پاکستان پوځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي دا بریدونه د شنبې په ورځ (۱۱ دلوه) د بلوچستان په بېلابېلو سیمو—کوټه، مستونګ، نوشکي، دالبندین، خاران، پنجګور، تومپ، ګوادر او پسني کي سوي دي، چي یاد تعداد کسان په کښي وژل سوي دي.

د پاکستان پوځ ويلي، چي د تېري ورځي بريدګر د هندوستان د ملاتړ څخه برخمن وو.
په ورته وخت کي د پاکستان د دولت ضد د بلوڅو ډله وايي چي په بلوچستان کي ئې د پاکستان د دولت څخه يو شمېر سيمي نيولي دي.