د پاکستان پوځ وایي، د کراچي پر یوه پوځي اډه د وسلهوال برید پر مهال درې امنیتي سرتېري او درې بریدګر وژل سوي دي.
پوځ همدارنګه ادعا کړې، چي یو بل بریدګر، چي د افغانستان تبعه دئ، په ټپي حالت کي نیول سوی دئ.
ډان د راپور له مخي، د برید مسئولیت د تحریک ط..البان پاکستان (ټيټيپي) اړوند جماعت الاحرار ډلي پر غاړه اخیستی دئ.
د پاکستان پوځ د نیول سوي افغان د هویت او په برید کي د هغه د احتمالي رول په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.
باید وويل سي چي افغان ط.. البانو د پاکستان د دغه ادعا په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.