د پاکستان پوځ وایي، چي په تېرو شپږو ورځو کي ئې د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کي د امنیتي عملیاتو پر مهال ۷۹ وسله وال وژلي دي.
د پاکستان پوځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي له دې ډلی ۴۳ تنه یوازي د شعبان په نوم ځانګړو عملیاتو کي وژل سوي دي.
د پوځ په وینا، چي دغه عملیات ئې د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي له پاره ترسره کړي دي.