د پاکستان څخه يو شمېر افغان کډوالو څراغ تلوېزيون ته ويلي

د پاکستان څخه يو شمېر افغان کډوالو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي سلګونه د افغان کډوالو کورنۍ چي د پاکستان دولت په زور او جبر د خپلي سيمو څخه ايستلي افغانستان ته د تللو له پاره په جمرود کي شپې او ورځي سبا کوي.
د هغوی په خبره چي دغه افغان کډوال په ياده سيمه کي د دې په تمه دي چي پر ډيورنډ فرضي کرښه ورته اجازه ورکول سي، چي افغانستان ته ولاړ سي.
د ط..البانو او پاکستان ترمنځ د وروستيو اختلافاتو له امله د دواړو هیوادونو دروازې تړل سوي دي، چي له امله ئې د ډيورنډ فرضي کرښي هاغاړي ته زرګونه کورنۍ چي افغانستان ته راځي بندي پاته دي.

د خیبر ولسوالۍ په جمرود سیمه کي شاوخوا زر افغان کډوال د ۲۵ ورځو راهیسي خپل هیواد ته د ستنېدو په تمه دي.
دوی د روژې میاشت هم په دغه سړک تېره کړه او اوس د کوچني اختر لومړۍ ورځ هم د کور پر ځای په سړکونو کي تېروي.
هغوی د اړوند مسئولينو څخه غوښتنه کوي، چي دوی ته اجازه ورکړي، چي خپل هيواد ته ستانه سي.