د پاکستان څخه ځايي سرچينو د سې شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي

د پاکستان څخه ځايي سرچينو د سې شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي تېره شپه د پاکستان د راولپنډۍ ښار په F18 سیمه کي درې افغان خبریالان د پاکستان د پولیسو لخوا نيول سوي.
د سرچينې په وينا په دغه خبریالانو کي عاشق‌الله جلالزوی، ذکرالله یزداني او عتیق‌الله رحیمي شامل دي.
د سرچينې په خبره چي پولیسو د یادو کسانو کورونو ته ورغلي، دروازې ئې ور ماتي کړي او هغوی ئې نیولي او خپل مرکز ته ئې انتقال کړي دي.

سرچينه وايي چي دغه افغان خبريالان اوس افغانستان ته د اخراج د ګواښ سره مخ دي.
بايد وويل سي، چي تر اوسه د راولپنډۍ پولیسو د دغي پېښي په اړه رسماً څه نه دي ویلي.