د ټولنیزو رسنیو له لاري په نشر سوې ویډیو کي ښکاري، چي په غور ولایت کي یو سړی د اقتصادي ستونزو له امله هڅه کوي خپله کوچنۍ لور وپلوري.
دغه ويډيو چي په ټولنيزو رسنيو کي نشر سوې د شېرعلي په نوم کس وايي، چي د غريبۍ او لوږي له امله ئې دغه اقدام ته مخه کړې ده.
په ورته وخت کي ځايي خلګو هم ويلي چي دا کورنۍ له شدید اقتصادي بحران سره مخ ده او د ژمي په سړه هوا کي د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بېبرخي ده.
تر اوسه د اړوندو ادارو له لوري د دې پېښي په اړه رسمي څرګندوني نه دي سوي او نه مرسته کوونکو ادارو د ياد کس په اړه څه ويلي دي.