د ايران بېرجند د سوداګرۍ خوني رئیس، علي‌رضا خامه‌زر

د ايران بېرجند د سوداګرۍ خوني رئیس، علي‌رضا خامه‌زر، له ایراني چارواکو غوښتي چي افغان ناروغانو ته دي د ویزې ورکولو پروسه اسانه او چټکه کړي.
نوموړي دا څرګندوني د ښار د ګرځندويه او سوداګرۍ کمېسیون په یوه ناسته کي وکړې او په خبره ئې چي افغانستان کولای سي د اقتصادي همکاریو له پاره ایران ته مهم فرصتونه برابر کړي.
خامه‌زر ويلي، چي سیمه‌ییزي ستونزي‌باید د همغږۍ، پلان جوړوني او زېربناوو د پیاوړتیا له لاري پر پرمختیايي فرصتونو بدلي سي.

هغه ټینګار وکړ چي‌ افغانستان باید د ایران له پاره د خطر پر ځای یو اقتصادي او روغتیایي فرصت وګڼل سي.
د نوموړي په وینا، که افغان ناروغانو ته په مشهد کي د درملني اسانتیاوي برابري سي، د‌ دغه ښار په اقتصاد کي به هم مثبت بدلون راولي. د خامه‌زر د اټکل له مخي، د افغان ناروغانو له راتګ سره ایران کولای سي هر کال تر شپږ میلیارده یورو پوري عواید ترلاسه کړي.