د پاکستان څخه ځايي سرچينو د شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د خيبرپښتونخوا اړوند په باجوړ ولسوالۍ کي يو شمېر پوليس د ناامنۍ له امله دندي پرېښودلو ته اړ سوي دي.
د سرچينې په وينا چي شاوخوا ۴۰ پوليسو د دندي پرېښودلو عريضې وړاندي کړي.
سرچینه وايي چي دغه پوليس خپلي دندي ځکه پرېږدي چي وژل کېږي؛ خو څوک ئې پوښتنه نه کوي.
تراوسه د پاکستان حکومت د يادي موضوع په تړاو په رسمي ډول څه نه دي ويلي.