د پاکستان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي

د پاکستان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د جمعې په ورځ د پاکستان په کوهاټ کي د پاکستان د پوځ پر يوه مرکز باندي بې پيلوټه الوتکي بريد کړی.
سرچينه زياتوي، چي له همدې پوځي مرکز څخه د پاړه چنار، صدې، خيبر، کرمي ایجنسۍ او د فرضي کرښي په اوږدو کي د جګړې د ملاتړ او لوژستیکي اکمالاتو عملیات ترسره کېدل.
په ورته وخت کي بيا د ط..البانو يوشمېر سرچينو څراغ ته ويلي، چي دغه بريد په کوهاټ کي ط..البانو د پاکستان د تېري شپي د جيټ الوتکو د بمبار چي په کندهار، کابل، پکتيا او پکتيکا کي ئې کړی و د غچ په توګه کړی. د هغوی په وينا چي په دغه بريد کي ئې د پاکستان د پوځ د وسلو زېرمي او د پوليسو د اوسېدو ځايونه په نښه کړي او تخريب کړي دي.

تر اوسه د پاکستان حکومت د ط..البانو د دغي ادعا په اړه څه نه دي ويلي.