د ط..البانو د حکومت وياند ذبيح الله م.جاهد د جمعې په ورځ ويلي، چي د پاکستان جيټ الوتکو تېره شپه د کندهار هوايي ډګر ته څېرمه د تېلو ذخيره بمبار کړې ده.
د هغه په خبره چي دغه شرکت ملکي هوايي شرکتونو او د ملګرو ملتونو الوتکو ته د سون توکي برابرول.
بايد وويل سي، چي د پاکستان جيټ الوتکو د کندهار ترڅنګ، په کابل، پکتيا او پکتيکا کي هم بمبار کړی و، چي ط..البان ادعا کوي، چي په ځينو ځايونو کي پاکستان پر ملکي کورونو بمبار کړی.