د کډوالۍ نړۍواله اداره وايي چي د افغانستان او پاکستان پولي ته نژدې د پرلپسي بريدونو له امله د تورخم په سيمه کي د دې ادارې د ترانزيټ مرکز ته زيان اوښتی دئ.
د يادي ادارې په وينا، ياد مرکز هغه ځای و، چي افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو په ځانګړي ډول زيانمنو کسانو ته په کښي مرستي او اسانتياوي برابرېدلې.