د ط..البانو تر واک لاندي رسنيو راپور ورکړی

د ط..البانو تر واک لاندي رسنيو راپور ورکړی، چي د کنړ ولايت د بېلابېلو ولسواليو څخه يو شمېر کورنۍ د پاکستان د بريدونو له امله د خپلو اصلي سيمو څخه بې ځايه سوي دي.
په راپور کي ويل سوي، چي دغه کورنۍ د کنړ ولايت مرکز اسعداباد ته کډه سوي او د سيند پر غاړه په خېمو کي ژوند کوي.
دغه افغان کډوال اوس مهال بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري.

ياد کډوال د ط..البانو او بشري سازمانو څخه غوښتنه کوي، چي لاسنيوی ئې وکړي او ورسره بشري مرستي وکړي.