د پاکستان چارواکو خبر ورکړی

د پاکستان چارواکو خبر ورکړی، چي د يکشنبې په ورځ ۴۱۷۱ افغان کډوال د ننګرهار د تورخم د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
د هغوی په خبره چي دغه افغان کډوال د قانوني مراحلو تر بشپړېدو وروسته افغانستان ته ستانه سوي دي.
په ورته وخت کي ط..البانو ويلي، چي د پاکستان دولت په زور او جبر د خپلي خاوري څخه افغان کډوال باسي او افغانستان ته ئې ستنوي.

په ورته وخت کي د‌ بشر حقونو نړۍوالو سازمانونو هم د پاکستان څخه غوښتي چي په جبري ډول د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ ودروي.