د پروان ولايت د ط..البانو د امر ب.المعروف او نهی عن المنکر د رياست څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه ولايت کي ئې ۵۰۰د موسيقۍ بېلابېلي آلې چي د ياد رياست د ط..البانو له خوا راټولي سوي وې سوځلي دي.
په ورته وخت کي د لغمان د امر ب.المعروف ادارې هم اعلان کړی، چي نژدې ۱۰۰ د موسیقۍ وسایل ئې په دغه ولايت کي سوځولي دي.
هېره دي نه وي، چي ط..البان موسیقي ناروا بولي او تر دې مخکې ئې هم په بېلابېلو ولایتونو کي د موسیقۍ وسایل راټول او له منځه وړي دي، له همدې امله د ط..البانو له بیا واکمنېدو وروسته ګڼ شمېر سندرغاړو هيواد پريښی او یو شمېر نورو بیا خپل هنري فعالیتونه درولي دي.