د پروان ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه د شنبې په ورځ په نشر سوې، خبرپاڼه کي ويل سوي

د پروان ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه د شنبې په ورځ په نشر سوې، خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت په سياګرد ولسوالۍ کي د يوه کور خونه نړېدلې ده، چي له امله ئې ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي په دغه پېښه کي د يوې کورنۍ ۸ غړي وژل سوي او يو بل ټپي سو ی دئ.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه پېښه تېره شپه شاوخوا دوې بجې رامنځ ته سوې ده، چي له امله ئې دغه مرک ژوبله اوښتې ده.