د پوليو څخه د پاک افغانستان په نوم ادارې خبر ورکړی، چي د افغانستان په بېلابېلو سیمو کي د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان د فلج ناروغۍ له لوړ خطر سره مخ دي.
دغه ادارې د سې شنبې په ورځ په خپل ایکس پاڼي ليکلي، چي په دغه هيواد کي د ماشومانو د معافیت کچه ټیټه ده او له همدې امله اړینه ده، چي ماشومان په ټولو کمپاینونو کي او کله چي له یوې سیمي بلي سیمي ته انتقالېږي، د واکسین ټیمونو لخوا واکسین سي.
د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) هم مخکي خبر ورکړی و چي د ماشومانو د ساتني له پاره په سرحدي سیمو کي زرګونه ماشومان د فلج او نوري ناروغۍ لکه سرخکان واکسین سوي دي.
په افغانستان کي يوشمېر لېري پرتي او محرومي سیمي د فلج او نورو واکسین وړ ناروغیو د خپرېدو له خطر سره مخ دي.