د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکړی، چي په افغانستان کي د خوارځواکۍ کچه په بېساري ډول لوړه سوې او میلیونونه ماشومان او ښځي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د دې ادارې د شمېرو له مخي، دا مهال شاوخوا ۳.۷ میلیونه ماشومان او ۱.۲ میلیونه امیندواره او شیدې ورکوونکې مېرمني د خوارځواکۍ سره لاس او ګرېوان دي.
په کابل کي د خوړو نړۍوال پروګرام تر ملاتړ لاندي روغتیايي مرکزونه وايي چي هره ورځ لسګونه کمزوري او ناروغ ماشومان د درملني له پاره ور وړل کېږي.
د دغو مرکزونو کارکوونکي زیاتوي چيبېوزلي، د خوړو لوړي بیې او د کار د فرصتونو کموالی د خوارځواکۍ اصلي لاملونه دي.
هغوی ټینګار کړی، چي د ژوند ژغورني تغذیوي مرستي به دوام ولري، خو د اړتیاوو د ډېرېدو له امله د نړۍوالو مرستو زیاتېدو ته جدي اړتیا ده.
د دې ادارې په وینا، که بېړني اقدامات ونه سي، زرګونه ماشومان به له جدي روغتیايي ګواښونو سره مخ سي.
د خوړو نړۍوال پروګرام له مرستندویه هیوادونو او بنسټونو غوښتنه کړې چي د افغانستان له زیانمنو کورنیو سره خپلي بشري مرستي پراخه کړي، څو ماشومان او میندي وکولای سي د درملني او مناسبې تغذیې اسانتیاوو ته لاسرسی ومومي.