جاپان په افغانستان کي د پولیو د ویروس د له منځه وړلو له پاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف)

جاپان په افغانستان کي د پولیو د ویروس د له منځه وړلو له پاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) سره د ۶.۲۶ میلیون ډالرو مرسته اعلان کړې.
په کابل کي د جاپان سفیر کینیچي د يادي مرستي د هوکړه‌لیک د لاسلیک په مراسمو کي ويلي، چي دا پروژه به د جاپان د نړۍوالي همکارۍ ادارې (جایکا) له لوري تمویلېږي او یونیسف به ئې عملي کوي.
د سفیر په وینا، د دې پروژې هدف د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کي د پولیو منظم واکسیناسیون او ملي کمپاینونه دي، چي له ۱۷ میلیونو ډېر ماشومان به تر پوښښ لاندي راولي.

هغه ټینګار وکړ چي جاپان د افغان ماشومانو د روغتیا د خوندي کولو له پاره خپلي همکارۍ ته دوام ورکوي.