د کندهار څخه سرچينو څراغ تلوېزیون ته خبر ورکړی چي ط.البانو د احمد شاه بابا د واکمنۍ د وخت د خزانې مهمه تاريخي ودانۍ نړولې ده.
د سرچينې په خبره چي یاده ودانۍ د احمدشاهي واکمنۍ د مالي او اقتصادي چارو مهم مرکز ګڼل کېدئ،او د احمدشاهي امپراتورۍ ټولي مالي او اقتصادي چاري له دغه ودانۍ څخه تنظېمېدلې،چي ط.البانو اوس ونړوله.
ط.البانو ویلي چي د کندهار ښار د بیاجوړوني د پلان له مخي پر یادي ودانۍ نخشه راغلې نو ځکه یې نړولې ده.
خو د سرچينو په خبره چي د ط.البانو دا اول ځل نه دی بلکي د ښار د بیا جوړوني په بهانه یې مخکي هم څو ځله مهم تاريخي ځایونه ویجاړ کړي دي.