د پکتيا څخه محلي سرچينو د يکشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت په مرکز ګرديز ښار کي يو کس خپل مېرمن وژلې ده او وروسته ئې خپله هم ځان وژنه کړې ده.
د سرچینې په وينا، دا پېښه د جمعې په شپه د ګرديز ښار د ملکخېل په سیمه کي رامنځ ته سوې ده.
د معلوماتو له مخي، وژل سوی ۳۵ کلن سړی او مېرمن ئې د خوست ولایت د زړه کوټ ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي وو، چي اوسمهال په پکتیا کي اوسېدل.
بايد وويل سي، چي د دغي پېښي اصلي انګېزه تر اوسه پوري معلومه نه ده او ط..البانو ئې هم په اړه څه نه دي ويلي.