د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ د مندخېلو کلي هغه اوسېدونکي، چي د پاکستان په وروستیو هوايي بریدونو کي ئې ژوند له لاسه ورکړی وو د دوشنبې په ورځ ئې جنازې خاورو ته وسپارل سوې.
د جنازې په مراسمو کي د سیمي ګڼ شمېر اوسېدونکو ګډون کړی وو.
هغوی د پاکستان بریدونه غندلي او د عدالت غوښتنه ئې کړې ده.
بايد وويل سي چي پاکستان تېره شپه په پکتيا، پکتيکا او کنړ ولايتونو کي د ملکي خلګو پر کورونو بمبار کړی، چي له امله یې ۶۵ ولسي وګړي وژل سوي او تر ۱۷۰ زيات ټپيان سوي.