د پکتیکا څخه سرچينو د دوشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په مرکز کي يو شل کلن ځوان د غريبۍ له امله ځان وژنه کړې ده.
د سرچينې په وينا چي دغه ځوان احسان الله نومېدئ او د يکشنبې په ورځ ئې ځان وژنه کړې.
باید وويل سي، چي د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره سم په افغانستان کي د بېکارۍ او غريبۍ له امله د ځوانانو د ځان وژني ګراف لوړ سوی.