د پکتیکا څخه ځايي سرچينو د شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په يحيی خېلو ولسوالۍ کي د واده په مراسمو کي د خوښۍ په ټکانو کي يو ځوان وژل سوی.
د سرچينې په وينا چي د زوم ورور د خوښۍ ټکان کول، چي د ناوي پر ورور لګېدلي او وژل سوی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه پېښه دجمعې په ماخستن رامنځته سوې ده.