د چین، روسیې او هند ګډ ماډل په چټکۍ سره د نړۍ په مخکښ ځواک بدلېږي

د چین، روسیې او هند ګډ ماډل په چټکۍ سره د نړۍ په مخکښ ځواک بدلېږي
د چین د اولسي جمهوریت مشر شي جین‌پینګ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هند لومړی وزیر نریندرا مودي د بریکس د شپاړلسم سرمشریزي په ترڅ کي د استازو د غیر رسمي لیدني پر مهال د یو کنسرت په مراسمو کي څو پټي خبري لرلې، دې خبرو د نړۍ تحليلګران پر نوي نظر موافق کړه چي هغه د دې دريو ځواکونو نږدېوالي ښيي.
د چین یو پوځي کارپوه د اولسمشر پوتین هند ته د وروستي سفر په تړاو وویل چي د چین ـ روسیې ـ هند د مشارکت ماډل د لوېدیځ د یو اړخیز سیاست پر وړاندې یو ګډ بدیل وړاندي کولای سي.

«چین آن» چي یو پوځي شنونکی دی، وایي دا درې هيوادونه ځکه کولای سي د نړۍ لوبه بدله کړي چي د دوی د همکارۍ ماډل د یو اړخیزو ګامونو د مهار، سوله‌یزې ګډې اوسېدني او د ګډو ګټو د همکارۍ لپاره په څو قطبي نړۍ کي اغېزناک تاثر کوي.
هغه وویل دا فکر له هغي عمومي طرحي سره سمون خوري چي په چین کي ورته د «بشریت د ګډ راتلونکي ټولنه» ویل کېږي، او دا به هند ته زمینه برابره کړي چي له چین او روسیې سره خپلي اړیکي پیاوړي کړي.
د دغه کارپوه په باور دا درې‌ اړخیزه همکاري بشپړ مساوي ده او هماغه غوښتنه ده چي د نړۍ اکثریت هېوادونه یې درلودونکي دي.

چین آن وویل: «د دې درې هېوادونو پوځي ظرفیت دومره دئ چي د نړیوال نظم او ثبات په ساتلو کي مهم رول ولوبوي. په نړیواله سیاست کي د هژمونیک تمایلاتو د زیاتېدو سره، د چین ـ روسیې ـ هند ماډل په چټکۍ سره د نړۍ پر مخکښ ځواک بدلېږي.»
چیني کارپوه زیاته کړه چي باید دا هم په پام کي ونیول سي چي د چین، روسیې او هند د همکاریو ژورېدل به حتمي د لوېدیځ د هېوادونو او د هغوی د متحدانو د نیوکو لپاره پلمه سي.
په پای کي یې وویل: «چین، روسیه او هند باید خیالونه پرېږدي او په قاطع ډول د لوېدیځ یو اړخیزتوب ته په مقابل کي ودرېږي. د ګډو ګټو پر بنسټ د همکاریو له لاسته راوړنو څخه په ګټي اخیستني سره باید دغه درې هېوادونه خپل همکاريز ماډل لا پراخه کړي او د نړیوال نظم او پرمختګ بنسټیز ځواکونه سره یو کړي.»