د ډونالډ ټرمپ د ادارې د مصنوعي ځیرکتیا شرکت «انتروپیک» د عرضې ځنځیر د خطر په نوملړ کي شامل کړی، هغه نوملړ چي عموماً په کښي هغه شرکتونه ځای پر ځای کېږي، چي له بهرنیو سیالانو سره د اړیکو شک پر کېږي. د همدې پرېکړي له مخي فدرالي ادارو او د امریکا د دفاع وزارت «پنتاګون» قراردادي شرکتونو ته هم سپارښتنه سوې، چي له انتروپیک سره خپله همکاري بنده کړي.
د معلوماتو له مخي د دې لانجې اصلي لامل د پنتاګون او یاد شرکت ترمنځ ناکامي خبري وې. انتروپیک غوښتل ډاډ ترلاسه کړي، چي د دوی د مصنوعي ځیرکتیا ټکنالوژي به د امریکايي وګړو د پراخي څارني یا د اتومات وسلو د جوړولو له پاره ونه کارول سي.
خو د امریکا دفاع وزارت ټینګار کړی، چي پوځ باید د قانوني موخو له پاره له دې ټکنالوژۍ څخه د کار اخیستو بشپړ واک ولري او یو خصوصي شرکت نه سي کولای د پوځ پر کاروني محدودیتونه ولګوي. د خبرو اترو له ناکامېدو وروسته حکومت قراردادونه ودرول او شرکت ئې د خطر په نوملړ کي شامل کړ.
انتروپیک بیا په خپله دعوه کي ویلي چي دا اقدام غیرقانوني دئ او د دوی د سوداګریزو اړیکو او قراردادونو له پاره به لوی زیانونه رامنځ ته کړي.
د ياد شرکت مسؤلينو د ټرمپ پر ادارې باندي خپل رسمي دعوه ثبت کړي او د خپل قانوني حق غوښتونکي سوي دي.