د کابل د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه د دوشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د کابل د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه د دوشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، د کابل ښار د ۱۸ مي امنيتي حوزې په ساحه کي ئې څلور کسان د غلا په تور وژلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کسان يو کور ته د غلا له پاره ورغلي وو، چي وروسته ئې د ط..البانو سره وسله واله نښته کړې او څلور سره وژل سوي دي.
خبرپاڼه ليکي، چي د پېښي له ځایه دوه میله توپنچې هم د ط..البانو لاس ته ورغلي دي.

بايد وويل سي، چي ط..البانو د يادو وژل سوو کسانو د هويت په اړه نور معلومات نه دي خپاره کړي.