د کابل څخه سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په خيرخانه سيمه کي يو ځوان نامعلومو کسانو دچاقو په وسيله وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي وژل سوی ځوان فخرعالم نومېدی او اصلي د پنجشېر ولايت اوسېدونکی و.
سرچينه وايي چي هغه د خپلو ملګرو سره ميلې ته تللی و، چي تر ميلې وروسته کورته روان و، چي نامعلومو کسانو وژلی.
تر اوسه د ياد ځوان د وژنی انګېزه څرګنده نه ده او ط.. البانو ئې هم په اړه څه نه دي ويلي.