د کابل ګرد او غبار؛ يو پټ قاتل
کابل د نړۍ له تر ټولو ککړو پلازمېنو څخه يو دی، او د ژمي په موسم کي د دې ښار د هوا ککړتيا خلک د هوسا سا اخيستلو څخه بېبرخي کوي. يوازي زاړه موټر نه، بلکي د ډبرو سکرو، کثافاتو او پلاستيک سوځول هم د تاوده کېدو لپاره د ژمي په ورځو کي دا ستونزه نوره هم زياتوي.
يوسف اسوشيېټډ پرېس ته ويلي دي: « کله ناروغ سو موږ د دوا او ډاکټر لپاره پيسې نه لرو… په ډېر زحمت سره کولای سم چي د خپلو ماشومانو نس موړ کړم.» هغه په کابل کي د سبزي منډۍ کي د جوالي په توګه کار کوي او په ورځ کي په مشکل سره د يو امريکايي ډالر په اندازه عايد پيدا کوي.
په افغانستان کي د هوا ککړتيا کېدای سي تر تیري سوي جګړې هم ډېره وژونکې وي. د مړينو رسمي شمېرې نه سته، خو د «نړۍ د هوا حالت» څېړنيز مرکز ويلي چي ښايي يوازي په ۲۰۲۶کال کي ۲۶ سوه کسان د هوا د ککړتيا له امله مړه سوي وي.
کابل چي شاوخوا شپږ ميليونه اوسېدونکي لري، د نړۍ له تر ټولو ککړو ښارونو څخه ګڼل کېږي، او د نوي ډيلي او بيجينګ ترڅنګ د تر ټولو ککړو پلازمېنو په سر کي ځای لري.
په ډېرو ورځو کي د دوړو او لوګي يوه درنه طبقه د ښار فضا پټوي. زاړه موټر او برېښنايي جنراتورونه زيات لوګی توليدوي. برسېره پر دې، بېوزله خلک، د خښتو بټۍ، عامه حمامونه او ځيني نانوايان د ډبرو سکاره، کثافات، پلاستيک او ربړ د سون توکو په توګه کاروي. ډېری ودانۍ د فاضله اوبو مناسب سيستم نه لري او کثافات د سړکونو پر غاړه اچول کېږي.
په کابل کي د هوا د ککړتيا ډېری قربانيان هغه کسان دي چي په خپلو کورونو کي د زهري لوګي د تنفس له امله زيان ويني، ځکه بېوزله کورنۍ د سخت ژمي د يخنۍ څخه د ځان ژغورلو لپاره کاغذ او پلاستيک سوځوي. د «نړۍ د هوا حالت» سازمان ويلي چي په ۲۰۱۷ کال کي لږ تر لږه ۱۹۴۰۰ مړينې په افغانستان کي د کور دننه د هوا ککړتيا له امله رامنځته سوي دي.
لسيزو جګړو په افغانستان کي چاپېريالي زيانونه نور هم زيات کړي دي او د هغو حل کول د دولت لپاره يوه لويه ننګونه ده. حکومت چي له ناامنۍ، اداري فساد او کمزوري اقتصاد سره مخ دی، چاپېريال يې د لومړيتوبونو په سر کي نه دی.