د کندز څخه ځايي سرچينو د چهارشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کي نامعلومو کسانو د خاليدين په نوم يوډاکټر وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه ډاکټر تېره ورځ په خپله معاينه خانه کي د چړې په وسيله وژل سوی دئ.
د دغه وژني اصلي انګېزه تر اوسه پوري څرګنده نه ده او ط..البانو ئې هم په اړه څه نه دي ويلي.