د کندهار د روغتيايي علومو د انسټيټوت څخه د دوشنبې په ورځ ۵۲ ځوانان فارغه او ټولني ته د خدمت کولو په موخه وړاندي سول

د کندهار د روغتيايي علومو د انسټيټوت څخه د دوشنبې په ورځ ۵۲ ځوانان فارغه او ټولني ته د خدمت کولو په موخه وړاندي سول.
دغه کسانو د عالي نرسينګ او لابراتوار په برخه کښي خپلي نيمه لوړي زده کړي بشپړي کړي وې.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو د بنديزونو له امله په افغانستان کي د ښځينه روغتيايي فعالانو شمېر ورځ تر بلي کمېږي. خلګو او د بشر د حقونو نړۍوال سازمانونه د ط..البانو څخه غوښتنه کړې، چي د هلکانو ترڅنګ نجونو ته هم د لوړو زده کړو زمينه برابره کړي.