د کندهار د سوداګرۍ او پانګونو خوني مسئولين وایي، سږکال د پاکستان سره د پولو د تړل کېدو له ستونزو

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونو خوني مسئولين وایي، سږکال د پاکستان سره د پولو د تړل کېدو له ستونزو سره سره، له دغه ولایت څخه څه باندي ۲۳ زره ټنه انار بهرنیو هیوادونو ته صادر سوي دي.
د دوی په وینا، د دې صادراتو ارزښت له ۱۰ میلیونه ډالرو زیات اټکل سوی دئ.
د هغوی په خبره چي د‌ کندهار دغه انار هند، مالیزیا، قزاقستان، روسیې او ازبکستان ته صادر سوي دي.

د يادوني وړ ده چي د کندهار انار په نړۍوال بازار کي ځانګړی شهرت لري. د دغه ولایت انار د خپل خوند، رنګ او کیفیت له امله نه یوازي په افغانستان، بلکي په نورو هیوادونو کي هم ډېر غوښتونکي لري. زیات شمېر خلګ هڅه کوي چي د کندهار انار ترلاسه کړي، ځکه دا مېوه د طبیعي شیریني او ښه کیفیت له کبله له نورو انارو بېله بلل کېږي.